افغانان د سولې هڅو مثبتو پایلو ته هيله مند دي


د سولې په برخه کې د افغان حکومت، د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو وروستیو هڅو او کوښښونو افغان ولس د سولې راتګ ته هیله مند کړي دي.

دوی همدا راز پر وسلوالو طالبانو غږ کوي چې نور له ورور وژنې او د دښمن په ګټه طرحه شوې جګړې څخه لاس واخلي او د سولې لار دې غوره کړي.

افغانان د سولې په برخه کې د حکومت غوڅ دریځ، د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد د سفرونو بیا پيل او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله مثبت ارزیابي کوي او وايي، دا ګامونه دې لا چټک شي.

ټولنیز فعال او سیاستوال وردګ خان شیرزاد زاویه نیوز ته وویل، د سولې لپاره هر قدم او هڅه د ټولو افغانانو ملاتړ به له ځانه سره ولري.

نوموړي زیاته کړه، افغان حکومت په لنډو ورځو کې د زرو طالبانو بندیانو په خوشي کولو سره وښوده، چې د سولې اراده او فکر لري او هېواد ته د سولې د راوستو په برخه کې ژمن دي؛ نو وسله وال طالبان دې هم د افغانانو له وژنې څخه دې لاس واخلي.

وردګ وویل: (( وسله والو طالبانو هم تېرو ورځو کې یو شمېر بندیان خوشي کړي، چې موږ یې هرکلی کوو؛ خو بلمقابل د یادو خوشي شویو بندیانو درې چنده یې نږدې ورځو کې وژلي دي.))

د سیاسي چارو کارپوه عبدالبصیر سیرت هم  وسله وال طالبان دې هم جګړه بس کړي او د سولې مذاکرات دې پيل کړي.

د ده په خبره افغانان د سولې خبرو او هڅو تیزیدا سره په هېواد کې د ارامۍ لپاره ډېر هېله مند شوي دي او وسله وال طالبان دې د اوربند په کولو سره د افغانانو زخمونو باندي د دې د مرهم پټۍ کیږدي.

هغه وايي، په تېرو نولسو کلنو کې هېڅکله د سولې دومره چانسونه نه و پيدا شوي؛ لکه چې اوس شته؛ نو افغان حکومت او وسله وال طالبان له پوره هوښیارۍ او زیرکتیا څخه باید کار واخلي.


په ورته وخت کې مدني فعالان د هیواد د سولې په برخه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له وروستیو اخستل شويو ګامونو څخه هرکلی کوي؛ خو زیاتوي، چې په دې برخه کې د دواړو ډلو له لورې هر راز غلطي د ګاونډیو هیوادونه د استخباراتو په ګټه تمامیدای شي.

مدني فعال حیات الله حمیدي زاویه نیوز ته وویل، د سولې روانه پروسه د وسله والو طالبانو لپاره هم یو فرصت دی؛ تر څو د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ډيموکراټیک بهیر سره یو ځای شي.

باید یاده شي، چې تازه امریکا د پاکستان د فوځ له مشر جنرال باجوه څخه غوښتي چې طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته اماده کړي.

په هیواد کې له څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده؛ خو اوس د سولې خبرو له پيلیدو سره افغانان هیله مند شوي، چې یاد ناورین ته به د پاي ټکی کیښودل شي.

  • 21 غويی 1399